Banner

(((د عمر دراز مروت نوی او ښکلی غزل)))

24.08.2010 11:20

څوچې دا ستا د سورکو شونډو نبات دغسې وي
زموږ په ملک کې په بس دغه حالات دغسې وي

د سر پناه به راته وایه په کوم ځای کې اخلو
چې بهر اوري سورکی اور او جومات دغسې وي

له داسې ژوند نه به مرګ سل ځله بهتر وګڼم
د پسرلي چې په کې ټول عمر قات دغسې وي

لکه بنګړي د منګل زنې پیغلې هر مازیګر
هسې نه زړه مې چې سبا درنه مات دغسې وي

لکه ډیوې لاندې تیاره عمر دراز مروته
زما جانان هم د دیدن انعامات دغسې وي

څادر 26.08.2010 14:55

ډیر ښه شعر دې لیکلی حیران صیب! خو چې د اول بیت په لوستو مې شروع وکړه پته راته ولگیده چې ولا روژې وارخطا کړی دی نو پاتې بیتونه مې ونه لوستل.
همغه خپلې ټپیزې درته ښې دي د ټپیزو دې هم درکان نه شته. یاره خو ستا ټول کارونه دغسې وي.

مننه
څادر

څادره وروره سلامونه

ګوره له څادر څخه دې پښې مه باسه کنه، ته نه ګورې چې دا شعر زما نه بلکې د عمردراز مروت دی. زه خو غورې نه کوم کنه چې زه داسې اوداسې شعرونه او ټپيزې ليکم، چې خفه نشې ګوره

حيران

نجیب الله پیمان 26.08.2010 12:16

ښایسته غزل دی په لاس او قلم د برکت شه ډیر په زړه پورې دی
نجیب اله پیمان

شهاب ستانکزی 26.08.2010 09:03

dir kha shir dai
aw Marwat sahib dir kha shair ham dai

ميرويس 25.08.2010 09:20

ښۀ شعر دي ولي لږ پۀ سخته ژبه ليکل شوی دی.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.